د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست کارکوونکو ته د RCCE، SBC او WASH برخو کې درې مهم روزنیز ټریننګونه ورکړل شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۴۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست کارکوونکو ته د خطر مفاهمې او ټولنې ښکېلتیا (RCCE)، د ټولنیز سلوک بدلون (SBC) او د اوبو، حفظ الصحې او نظافت (WASH) اړوند درې روزنیز ټریننګونه ورکړل شو:

دغه ټریننګونه د یاد وزارت عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ د روغتیا ارتقاء امریت په همکارۍ د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د کارکوونکو ظرفیت لوړونې او ولس ته په یادو برخو کې د ښه پیغام رسونې په موخه تر سره شو، چې پای مراسمو کې یې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئیس مولوي محمد داوود منصوري، د وزارت ویاند او د عامه اړیکو رئیس ډاکټر شرافت زمان، د روغتیا ارتقاء امر ډاکټر عبدالجبار حیدر او یو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم د کارکوونکو د روزنې پر ارزښت، د حفظ الصحې، نظافت او نورو تدریس شویو موضوعاتو اړوند هر اړخیزې خبرې وکړې او د داسې برنامو تر سره کول یې ګټور وبلل.

نوموړي زیاته کړه، د اسلام مبارک دین په دې اړه مونږ ته خورا ارزښتمنې سپارښتنې او لارښوونې لري، چې په پام کې نیولو او عملي کولو سره یې له ډېری ناروغیو او له امله یې د پېښېدونکو ضررونو څخه ژغورل کېږو.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئیس مولوي محمد داوود منصوري د یاد ټریننګ اړوند خپل نظر شریک او له ګډونوالو څخه یې د دوامداره زده کړې او په ژوند او کاري چاپیریال یې کې د عملي کولو غوښتنه وکړه.

ورته مهال، د روغتیا ارتقاء امر ډاکټر عبدالجبار حیدر په خپلو خبرو کې وویل: زمونږ موخه په ټولنه کې د ذکر شویو ټریننګونو او برنامو په سمه توګه تطبیق دی؛ څو لا په سمه توګه پیغامونه ورسول شي او دې برخه کې به خپلې هڅې جاري ساتو.

په پای کې ګډونوالو ته د خطر مفاهمې او ټولنې ښکېلتیا (RCCE)، د ټولنیز سلوک بدلون (SBC) او د اوبو، حفظ الصحې او نظافت (WASH) برخو کې د ورکړل شوي روزنیز ټریننګ سندونه ووېشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS