د ننګرهار سیمه ییز روغتون او د ولسوالیو یو شمیر روغتیایې مرکزونو ته د ۵۰ زره امریکایې ډالرو په ارزښت اړین طبي وسایل ورکړل شول
یاد طبي وسایل د یونیسیف ادارې له لوري د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پېرل شوي وو، چې روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته د اړتیا په اساس ورکړل شول.
د یادو وسایلو سپارلو پر مهال د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف شتون درلود. هغه د روغتیايي وسایلو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې دغه وسایل به په مؤثره توګه د ناروغانو د درملنې لپاره وکارول شي.
نوموړي همدارنګه، له روغتیايي مسؤلینو وغوښتل، چې د وسایلو ساتنه او سم استعمال وکړي.
