د دولتي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو معیارونو انکشاف په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۱۳
MOPH

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ، د اړوندو ادارو تخنیکي استازو او روغتیا نړیوال سازمان تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه؛ موخه یې د دولتي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو معیارونو انکشاف، د عامې روغتیا سکتور پیاوړتیا او د هېوادوالو لپاره د باکیفیته او معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کول و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د معیارونو پر بنسټیز رول ټینګار وکړ او ویې ویل: «په دولتي روغتونونو کې د ملي معیارونو پلي کول د روغتیایي خدماتو د کیفیت لوړولو، د ناروغانو د خوندیتوب کچې زیاتولو او د خلکو د باور ټینګښت په لور مهم ګام دی

ښاغلي مرستیال زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د اړونده بنسټونو او نړیوالو شریکانو سره په همکارۍ دغه معیارونو په اغېزمن ډول پلي او هم ترې دوامدار نظارت ترسره کړي.

په یاده ناسته کې د ملي اعتبار ورکولو ادارې د معیارونو او سروې ریاست اجرائیوي متخصص، عبدالهادي صافي د روغتونونو ملي معیارونو په اړه یو پرزینټېشن وړاندې کړ او همدارنګه، د ناستې غړو هم خپل تخنیکي نظریات شریک کړل.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې د معیارونو پلي کول به لومړی د کابل له مرکزي روغتونونو څخه پیل شي او وروسته به دا لړۍ ولایاتو ته هم وغځېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

د فراه او تخار ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس د فراه ولایت د عامې روغتیا مخکینی رئيس، مولوي شیخ میر صدام د تخار ولایت د عامې روغتیا د نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۵۱
Background image

عامې روغتیا وزارت له لوري په خوست کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

ياد روغتيايي مرکزونه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او همغږۍ د IOM نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د یاد ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۵۹
Background image

نشست وزارت صحت عامه با یونیسف برای بهبود خدمات اساسی صحی در کشور

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د اساسي روغتیایي خدمتونو برخه کې د شته ننګونو او ستونزو حل په موخه د یونیسیف ادارې له مسؤلینو سره. . .

BACK TO NEWS