پکتیا ولایت کې د یو شمیر روغتیایي مرکزونو څخه د تغذیې خدماتو ارزونې تر سره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت عامه تغذیې رئیس، ډاکټر حکمت الله معصومي او مل ټیم پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال په مرکز ګردېز او ولسوالیو کې له یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه د تغذیې خدماتو ارزونې په موخه لیدنه ترسره کړه

 په دې لیدنه کې چې موخه یې په مرکزونو کې د تغذیې خدمتونو کیفیت لوړول او ناروغانو ته په معیاري توګه د خدمتونو وړاندې کول دي، د عامه تغذیې رئیس، ډاکټر حکمت الله معصومي په روغتیايي مرکزونو کې شته ستونزې په نښه او د یاد ولایت روغتیا برخې له مسؤلینو سره یې شریکې کړې.

دغه راز د یاد ولایت روغتیايي مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د تغذیي خدمتونو برخه کې به شته ستونزو د حل لپاره یو منظم میکانیزم رامنځته او پر ټاکلي وخت به ورته رسېدنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو ښه والي او پر وخت تر سره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو شتون درلود، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۵۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ATR ډلې ترمنځ د نظارت او تخنیکي همغږۍ ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئیس مولوي محمد داود منصوري او مل تخنیکي ټیم د څارنې دریم ګړې ډلې (ATR) له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۵۰
Background image

د ننګرهار سیمه ییز روغتون او د ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته ۸۶ قلمه اړین درمل ولېږل شول

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف د یونیسیف نړیوالې ادارې له تړون سره سم د ۸۶ قلمه اړینو درملو سپارلو له امله له مسؤلینو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ په یادو درملو کې. . .

BACK TO NEWS