د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ بورډ دولسمه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۳:۲۳
moph

یاده ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت مرستیالانو او رییسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د تېرو ناستو د پرېکړو، تشکیلاتي جوړښت د ښه والي، په ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړېدو برخه کې د چارو چټکتیا، پر تجهیزاتو سمبالولو او لا زیاتې همغږۍ بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ذکر شویو موضوعاتو د چارو چټکتیا په موخه بېلا بېلې تخنیکي کمېټې وګمارلې؛ ترڅو پر ټاکلي وخت او سمه توګه ورته رسېدنه وشي.

دغه راز، د روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د هغه مسؤلیتونو راپور وړاندې کړ، چې د رهبرۍ شورا په تېره ناسته کې دوی ته سپارل شوي وو او ټینګار وشو، چې ذکر شویو موضوعاتو ته پر ټاکلي وخت رسېدنه ترسره شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۵:۲۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم ریاست تېرو پنځو ورځو کې کونړ ولایت کې د زلزلې قربانیانو لپاره لاندې فعالیتونه ترسره کړي دي

د کونړ ولایت په ځینو ولسوالیو او کلیو کې د سختې زلزلې وروسته، د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم ریاست د کابل ولایت د خصوصي روغتونونو او کلینیکونو سره په مستقیمه همکارۍ. . .

BACK TO NEWS