د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام ریاست اړوند پر لیکه ډیټابیس سیسټم جوړ او اړوند شریکانو ته د یاد سیسټم د تشریح کولو درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۵:۳۴
MOPH

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئیس مولوي محمد داود منصوري، د تطبیق کوونکو مؤسسو داخلي او بهرنیو مسؤلینو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: ( د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ تل هڅه کړې، چې په چارو کې روڼتیا او شفافیت رامنځته کړي او د همدې موخې پر اساس یې د نړیوالو اړیکو ریاست اړوند ډیجیټل سیستم جوړ او د تشریح ورکشاپ یې تر سره کېږي).

ښاغلي مرستیال زیاته کړه، د دې نوښت په مرسته کولای شو، چې سیسټم پراخ، معیاري اسانتیاوې را منځته کړو او د خدماتو د ښه تر سراوي لپاره د دقیقو ارقامو اړتیا ده، چې د دې سیستم په مرسته به د ارقامو دقت او په خدماتو کې همغږي او شفافیت رامنځته شي.

همداراز، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج شیخ محمد طاهر حلیم د وخت په ارزښت، سیسټم معیاري کولو او ډیجیټل سیسټمونو رامنځته کولو اړوند هر اړخیزه وینا تر سره او زیاته یې کړه، اسلام مونږ ته د پرمختګ، غښتلتیا او اسانۍ امر کړی، چې په همدې اساس باید لا زیات کار ته دوام ورکړ.

د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئیس، ښاغلي مولوي محمد داود منصوري د نوي جوړ شوي سیسټم اړوند په اړتیا، ګټو او مثبتو اغېزو هر اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل، روغتیا برخه کې دا یو بنیادي او تاریخي اقدام دی، چې په لومړي ځل د نړیوالو مرستو د انسجام او ښې همغږۍ په موخه یو منظم ډیجیتل سیسټم را منځته شو.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، احمد جاوید وفا د خپلې وینا په ترڅ کې یادونه وکړه، چې هڅه یې د سیسټم د ډیجیټل کولو ده او په دې برخه کې ورسره د رهبرۍ له لوري خورا همکاري شوې ده.

د ورکشاپ په ترڅ کې بېلا بېلو مسؤلینو د یاد سیسټم اړوند معلومات وړاندې کړل او دا یې د روڼتیا او شفافیت لپاره بنیادي ګام وباله.

د یادونې وړ ده، چې په دا وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د بېلا بېلو برخو لپاره ډیجیټل سیسټمونه جوړ شوي، چې د چارو په روڼتیا او شفافیت کې یې لا اسانتیاوې را منځته کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بامیان ولایت کې د ۱۳۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت درې پراختیایي پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

دغه پروژې چې د اغاخان بنسټ د روغتیايي خدمتونو پراختیایي بودیجې له لارې بشپړې شوې، په کې د درملو او طبي تجهیزاتو زیرمتون، د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو ګرمولو سیستم او د روغتون لپاره د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند یو شمېر روغتیايي مرکزونو ته د ۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت غیر طبي وسایل ورکړل شول

یاد وسایل د ننګرهار عامې روغتیا ریاست په هڅو د (PU-AMI) مؤسسې له لوري بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون او د ولسوالیو یو شمېر روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته ورکړل شول؛ چې په کې دفتري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو لېږد په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت او افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک د معرفي او پلي کېدو په موخه ترسره شوه، په کې د ۳۴ ولایتونو د خوړو او درملو. . .

BACK TO NEWS