د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب رئیس، مولوي نجیب الله فاروقي او مل تخنیکي ټیم بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۰:۳۳
MOPH

په یاده لیدنه کې مولوي نجیب الله فاروقي د باميان ولایت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر جواد حکیمي سره د عدلي طب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې تر سره کړې، چې د باميان د عامې روغتیا رئيس په دغه ولایت کې د عدلي طب څانګې د لا غوره مدیریت، تجهیز او اړوندو روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې غوښتنه وکړه؛ تر څو خلکو ته لازم او معیاري خدمات وړاندې شي.

دغه راز، د عدلي طب رئیس په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه او ویې وویل، چې د عدلي طب د څانګو پیاوړتیا او لا زیات تجهیز لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS