د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکی پلاوی د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، حافظ ډاکتر نعیم الله ایوبي په مشرۍ بنګله دېش هېواد ته په رسمي سفر لاړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۲۸
MOPH

د دې سفر موخې د بنګله‌ دېش هېواد د درملو له هغو تولیدي کمپنیو څخه تخنیکی نظارت دی، چې د عامې روغتیا وزارت په خوړو او درملو معينيت کې ثبت دي، د بنګله‌ دېش د درملو له ادارې سره د هوکړه ليک تعقیب، د بنګله‌ دېش هېواد د درملو صنعت کارانو هڅول؛ ترڅو په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي، د هغو افغان تجارانو لپاره چې د بنګله‌ دېش هېواد د درملو له تولیدي کمپنیو سره د درملو د واردولو قراردادونه لري او کمپنۍ او درملیز اقلام یې ثبت دي د تسهیلاتو برابرول، د درملو د تولید په برخه کې د بنګله‌ دېش د تخنیکي همکاریو جلبول، د افغانستان او بنګله‌ دېش ترمنځ د تجارتي اړیکو پیاوړتیا او د تېر سفر د موضوعاتو تعقیب، چې درې میاشتې وړاندې ترسره شوی و، دي.

سربېره پر دې به یاد پلاوی په بنګله دېش کې د درملو د برخې افغان تجارانو ستونزې د کوربه هېواد له اړونده ادارو سره شریکې کړي؛ تر څو په دې برخه کې افغان تجارانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS