د عامې روغتیا وزارت او همکارو ادارو لهخوا په هرات کې د نري رنځ د کنټرول خدمتونه وڅارل شول

د عامې روغتیا وزارت د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام مسؤلینو د AADA دفتر، روغتیا نړیوال سازمان او د هرات د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې او کنټرول مدیریت له استازو سره په ګډه د هرات سیمه ییز روغتون سربېره له یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ
د دې نظارت په ترڅ کې د هرات سیمه ییز روغتون د توبرکلوز څانګې، حوزوي ریفرینس لابراتوار، د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د ځانګړو شویو شپږ روغتیايي مرکزونو او د ګذرې ولسوالۍ روغتون له خدمتونو څخه لیدنه وشوه، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې شوې.
همداراز، د روغتیايي مرکزونو مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې، چې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې او د شته ستونزو حل برخه کې لازم اقدامات تر سره کړي.