د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د UNFPA دفتر، (JACK) او  (AHDS) له استازو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۵:۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د UNFPA دفتر، (JACK) او  (AHDS)  تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

 

په دې لیدنه کې دواړو لورو په ننګرهار او ارزګان ولایتونو کې د UNFPA دفتر په همکارۍ د (JACK) او  (AHDS)  تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د جوړو شویو روغتیايي ځالو اړوند بحث او خبرې ترسره کړې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وویل: ( د عامې روغتیا وزارت د انجینرۍ ټیم د ارزونې له مخې په ننګرهار او ارزګان ولایتونو کې د جوړو شویو روغتیايي ځالو په ځینو برخو کې  ستونزې شته او د اړوندو ادارو له لوري باید د حل او اصلاح په موخه لازم اقدامات ترسره شي؛ ترڅو ژر تر ژره موجوده ستونزې حل او جزئیات یې د عامې روغتیا وزارت سره شریک شي.)

له بل لوري د روغتیا په برخه کې (JACK) او  (AHDS)  تطبیق کوونکو مؤسسو استازو ژمنه وکړه، چې په ننګرهار او ارزګان ولایتونو کې به د جوړو شویو روغتیايي ځالو د ستونزو حل په برخه کې لازم اقدامات ترسره کوي او جزئیات به یې د عامې روغتیا وزارت سره شریک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۵
Background image

هلمند ولایت کې شلو روغتیايي مرکزونو ته د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د واکسین خوندي ساتنې معیاري سولري یخچالونه وسپارل شول

ياد یخچالونه د هلمند عامې روغتیا ریاست په هڅو د یونیسف نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ اخيستل شوي او د واکسینونو د خوندي ساتنې لپاره ځانګړې وړتیا لري، چې په مرسته به یې واکسینونه په معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۰
Background image

ارزګان ولایت کې د درې سوه اتیا زره ډالرو په لګښت د فيروشه روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتیایي مرکز پرانیستې مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، مل پلاوي، د ارزګان والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو شتون درلود.

یاد. . .

BACK TO NEWS