په تېر يو کال کې د هېواد په مرکز کابل او ولایتونو کې په بېلا بېلو روغتيايي برخو کې ۴۴۹۷ تنه مسلکي اشخاص پر دندو ګمارل شوي
دغه اشخاص د یوې شفافې، عادلانه او رقابتي پروسې له لارې ۱۷۲۰ تنه په مرکز کابل او ۲۷۷۷ تنه په ولایتونو کې په اړوندو مسلکي بستونو کې پر دندو ګمارل شوي دي؛ څو د هېواد روغتیايي سکتور پیاوړی، د مسلکي کادرونو تشه ډکه، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ او هم معیاري او پر وخت خدماتو ته د خلکو لاس رسی اسانه شي.