بلخ ولایت کې ۱۶۵۰ کارتنه له نېټې تېر ګاز لرونکي مشروبات او ۱۴۴ کارتنه چکلېټ راټول او له منځه یوړل شول
د بلخ د عامې روغتیا رئیس، الحاج رحمت الله منصور په لارښوونه د دغه ریاست نظارتي ټیمونو له لوري د مزار شریف ښار په بېلا بېلو برخو کې له یو شمېر ګدامونو او روغتیايي تاسیساتو څخه نظارت تر سره شو.
د دې نظارت په ترڅ کې له ۵ ګدامونو او ۳۳ روغتیايي تاسیساتو څخه لیدنه وشوه، چې پایله کې ۱۶۵۰ کارتنه له نېټې تېر ګاز لرونکي مشروبات او ۱۴۴ کارتنه چکلېټ راټول او د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې له منځه یوړل شول.
همداراز، په دې نظارت کې دوه درملتونونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
