د عامې روغتیا وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو او فعالیتونو رسنیز کنفرانس!

rasooli_admin

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو او فعالیتونو  په اړه رسنیز کنفرانس ترسره کړ.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، مرکزي رئیسانو، آمرینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

 د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دې کنفرانس کې د خپلو خبرو پرمهال هېواد کې د یو ځواکمن، باکیفیته او ځواب ویونکي روغتیايي سیسټم د رامنځته کېدو ډاډ څرګند کړ.

ښاغلي وزیر زیاته کړه ( راتلونکو څو کلونو کې به د نویو روغتونونو په جوړېدو سره روغتیايي خدمتونو معیاري، پراخ او هم به ورته د خلکو لاس رسی زیات شي.)

دغه راز په یاد خبري کنفرانس کې د عامې روغتیا وزارت ښاغلو مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د عامې روغتیا وزارت د تېر یو کال فعالیتونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه تشریح کړل، چې په کې دوامداره فعالیتونه، تشکیل، لاسته راوړنې، ظرفیت لوړونه، د روغتیايي سیسټم پراختیا، تمویل، تجهیز، شفافیت، معالجوي او وقایوي خدمتونونه، د عامه پوهاوي پروګرامونه، د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول، د خصوصي سکټور له داخلي تولیداتو څخه ملاتړ او پراختیا، نظارت، ارزونه او نور معلومات شامل وو.

د بشپړ راپور کتلو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ.

https://moph.gov.af/sites/default/files/2025-07/د%20یو%20کلنو%20لاسته%20راوړنو%20کاري%20راپور.pdf