د فاریاب عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت نظارتي ټیم له خصوصي روغتیایي سکټور څخه نظارت تر سره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۹
moph

په دې نظارت کې د تولیدي او توریدي شرکتونو ۳۸ څانګو، د درملو عمده پلورنځيو، ۱۴ کتنځایونو او دوه لابراتوارونو څخه لیدنه وشوه، چې پایله کې یې د درملو یو عمده پلورنځی د قانوني جواز نه شتون او یو لابراتوار په غیر مناسب ځای کې د فعالیت له امله، چې د لابراتوارونو د مقررۍ سره په ټکر کې و، وتړل شول.

دغه راز، له روغتیايي کارکوونکو څخه د زیاتو فیسونو اخیستلو او شفري او قیدي نسخو لیکلو څخه د مخنیوي په موخه کتبي ژمن لیکونه واخیستل شو.

د یادونې وړ ده، چې د دغه نظارت په ترڅ کې همداراز ۵۵ قلمه له نېټې تېر درمل، چې وزن یې ۵۰۰ کېلو ګرامه کېده، راټول او د عامې روغتیا ریاست ګُدام ته ولېږدول شول، چې وروسته به په ټاکل شوي ځای کې له منځه یوړل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۴۸
Background image

روند تداوی و عملیات برای ۵۴۰۰ تن از بیماران مبتلا به امراض چشم در ولایت ننگرهار آغاز شده است

این روند تداوی و عملیات ها به طور رایگان به ابتکار جمعیت هلال‌احمر ولایت ننگرهار و با همکاری مالی مرکز خیریه ملک سلمان از طرف بنیاد خیریه البصر آغاز شده است که در آن به ۵۰۰۰ تن از. . .

BACK TO NEWS