په کابل ښار کې د غیر قانوني درملتونونو پر ضد د خوړو او درملو معینیت درې میاشتنۍ څارنه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست مسئولینو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د تېرو درې میاشتو موده کې له (۱۷۷۶) بابه درملتونونو څخه څارنې تر سره کړي، چې پایله کې یې (۸۷) بابه درملتونونه د غیر قانوني فعالیتونو له امله تړل شوي.
یادو ټیمونو د خپلو څارنو پر مهال ۲۵۰ قلمه له نېټې تېر، غیر قانوني او غیر مجاز درمل هم نیولي او د له منځه وړلو په موخه یې ټاکل شوي ځای ته انتقال کړي دي.