افغانستان کې د مړینو د طبي تصدیق پاڼو (Death Certificates) د ورکړې پروګرام پېژندنه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست تر چتر لاندې د افغانستان روغتیايي سیسټم کې د مړینې د طبي تصدیق پاڼو ورکول یو مهم پروګرام دی، چې د مړینو علتونه د نړیوالو اصولو او معیارونو پر بنسټ ثبت او تثبیتوي.
دا پروګرام زمینه برابروي چې د مړینو دقیق علتونه وپېژندل شي او په همدې بنسټ راتلونکي کې د روغتیايي خدمتونو ښه والي لپاره هدف مند پلانونه جوړ شي؛ چې اساسي موخه یې خلکو ته غوره، باکیفیته او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کول دي
دا پروګرام اوس مهال د څارنې او پلټنې لوی ریاست په چوکات کې په ټولو دولتي روغتونونو کې پلی کېږي او د یاد ریاست په لارښوونه به د خصوصي سکټور روغتیایي مراکزو کې هم پلی شي.
دغه راز، د خصوصي سکټور د همغږۍ ریاست په همکارۍ د څارنې او پلټنې لوی ریاست د حیاتي احصایې څانګې له لوري ۱۳ خصوصي روغتونونو لپاره دوه ورځنی روزنیز پروګرام چې د مړینو د طبي تصدیق پاڼو په اړه دی، د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت په وینا پرانستل شو.
د څارنې او پلټنې لوی رئیس د موضوع د اهمیت په اړه د پروګرام ګډونوالو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې دا پروګرام به د خصوصي سکټور په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د عامې روغتیا وزارت له پلان سره سم په تدریجي توګه پلی کېږي.