د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!
په ټرینري ازموینه کې اړوندو بستونو ته د بریالي شویو ټرینر متخصصینو د پام وړ!
د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې، چې د تخصصي برنامې بډایه کولو لپاره علمي معیارونه پلي او د ډاکټرانو علمي کچه لوړه کړي؛ ترڅو هېوادوالو ته په کور دننه معیاري خدمات وړاندې کړي.
د ټرینر ازموینې لومړی پړاو چې د عامې روغتیا وزارت سهیلا صدیق تالار کې په ۲۹/۱/۱۴۴۶ نېټې د ازموینو کمېټې، بشري سرچینو لوی ریاست او معالجوي طب لوی ریاست استازو په شتون کې له نوماندانو واخیستل شوه، په همدې اساس هغه کسان چې په یاده ازموینه کې یې لوړي نمري اخیستي خبر ورکول کېږي، چې د اداري طی مراحلو او ګمارنې پروسې وروسته به پر خپلې خوښې د ټاکل شوي روغتون اړوندو خالي بستونو ته وروپېژندل شي.