د غزني ولایت د ۱۲ روغتیايي مرکزونو کارکوونکو ته د “ نوې زېږېدنې او ماشومتوب د دورې د ناروغیو هر اړخیزو اهتماماتو ” تر عنوان لاندې یوولس ورځنی روزنیز پروګرام پای ته و رسېد

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۱۵:۴۲
د غزني ولایت د ۱۲ روغتیايي مرکزونو کارکوونکو ته د “ نوې زېږېدنې او ماشومتوب د دورې د ناروغیو هر اړخیزو اهتماماتو ” تر عنوان لاندې یوولس ورځنی روزنیز پروګرام پای ته و رسېد

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ښاغلي مولوي محمدحسن محمدزي، روغتیايي مسئولینو او د تطبیق کوونکې مؤسسې استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ښاغلي مولوي محمد حسن محمدزي یادو مراسمو ته د اسلام له نظره د ماشومانو پر روغتیا خبرې وکړې او د پروګرام له ګډونوالو يې غوښتنه وکړه چې د ترلاسه کړې پوهې څخه د ماشومانو د ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کار واخلي؛ څو د ماشومانو د ناروغیو او مړینې په برخه کې کمښت رامنځته شي.

ښاغلي رئیس همداراز وویل، د روغتیايي عامه پوهاوي په برخه کې دا او دې ته ورته روزنیزو پروګرامونو ته ډېره اړتیا ده او ګډونوال دې په پوره ایماندارۍ تر ولسونو و رسوي.

یاد روزنیز پروګرام د AADA مؤسسې له لوري په لاره اچول شوی و چې ګډونوال به یې د غزني ولایت په روغتیايي مرکزونو کې تطبیق کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

از آغاز سال روان تا اکنون، ۴۳۰ تن از معتادین در شفاخانه ۱۰۰ بستر تداوی معتادین ریاست صحت‌عامه ولایت بلخ، تداوی شده ‌اند

به گفته داکتر نیاز محمد جویا، آمر این شفاخانه، در طول هفت ماه گذشته سال جاری، ۴۶۶ تن معتاد ثبت، ۴۱۶ تن بستر، ۴۳۰ تن صحت یاب و ۵۳۳ تن تحت نظارت قرار گرفته‌اند، همچنان به ۵۱۵ تن دیگر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۸
Background image

وزارت صحت عامه، سیستم دیتابیس آنلاین را در شفاخانه عاجل ابن‌سینا افتتاح کرد

در نشستی که به این مناسبت برگزار شد، شیخ محمد طاهر حلیم رئیس عمومی دفتر مقام وزارت صحت‌عامه، داکتر نثار احمد نیازی رئیس عمومی اکمال تخصص، تعدادی از رئیسان مرکزی این وزارت، مسوولان. . .

BACK TO NEWS