دعامې روغتیاوزارت مالي اواداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده دولایتي سفرونو په لړدزابل صحی خدماتو د وړاندی کولو څخه لیدنه وکړه

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۰:۱۴
دعامې روغتیاوزارت مالي اواداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده دولایتي سفرونو په دوام کی دزابل صحی خدماتو د وراندی کولو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده د ولایتي سفر په دوام د شنبې په ورځ دربیع الاول دمیاشتې په ۲۶مه نېټه د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ له روغتون څخه لیدنه وکړه.

 دعامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستيال د دغې ولسوالۍ خلکو ته دباکیفیته اوغوره روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې ددغه روغتون د رهبرۍ او روغتيايي کارکوونکو له خدمتونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت د هغو هڅو ستاینه کوي، چې په ټول افغانستان کې په روغتیايي مرکزونو کې د  روغتیايي کارکوونکو له خوا خلکو ته وړاندې کيږي.

همدا راز د عامې روغتیا وزارت مالیې او اداري مرستيال د زابل ولایت له والي سره په قلات ښار کې وکتل

دعامې روغتیاوزارت مالي اواداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده دولایتي سفرونو په دوام کی دزابل صحی خدماتو د وراندی کولو څخه لیدنه وکړه

 شنبه د ۱۴۴۴ کال د ربیع الاول ۲۶ نیټه د عامی روغتیا وزارت مالی او اداری معین د زابل ولایت له  والی محترم مولوی قدرت الله ابو حمزه سره وکتل.  دغه غونډه چې د زابل ولایت مقام په دفتر کې جوړه شوې وه د زابل ولایت د اقتصاد رئیس الحاج مولوي عزت الله ( امیر صاحب) هم ګډون درلود.

 په دې کتنه کې د زابل والي د عامې روغتیا وزارت له پلانونو خپل ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه: د شته امکاناتو پر بنسټ موږ هڅه کوو چې د زابل ولایت ټولو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړو او هیڅوک به  په دغه ولایت کې  له باکیفیته روغتیايي خدمتونو بې برخې نشي.»

 د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستيال په دې کتنه کې په دغه ولایت کې د عامې روغتیا وزارت له پروګرامونو سره د زابل د والي له  ملاتړ څخه قدرداني وکړه او وې ویل: روغتیايي کارکوونکي د هېوادوالو په خدمت کې دي او د دې ولایت خلکو  ته  د شته شرایطو سره سم د دې خاورې دردمنو او مظلومو خلکو ته بې له ځنډه روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

 د دې ناستې په څنډه کې د زابل د ولایتي روغتون د ودانۍ د بشپړیدو په اړه هم خبرې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

از آغاز سال روان تا اکنون، ۴۳۰ تن از معتادین در شفاخانه ۱۰۰ بستر تداوی معتادین ریاست صحت‌عامه ولایت بلخ، تداوی شده ‌اند

به گفته داکتر نیاز محمد جویا، آمر این شفاخانه، در طول هفت ماه گذشته سال جاری، ۴۶۶ تن معتاد ثبت، ۴۱۶ تن بستر، ۴۳۰ تن صحت یاب و ۵۳۳ تن تحت نظارت قرار گرفته‌اند، همچنان به ۵۱۵ تن دیگر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۸
Background image

وزارت صحت عامه، سیستم دیتابیس آنلاین را در شفاخانه عاجل ابن‌سینا افتتاح کرد

در نشستی که به این مناسبت برگزار شد، شیخ محمد طاهر حلیم رئیس عمومی دفتر مقام وزارت صحت‌عامه، داکتر نثار احمد نیازی رئیس عمومی اکمال تخصص، تعدادی از رئیسان مرکزی این وزارت، مسوولان. . .

BACK TO NEWS