په لښکرګاه ښار کې د مالګې د پروسس او بسته بندۍ درې تولیدي شرکتونه وتړل شول
د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست د غذایي چارو مدیریت د څارنې ټیم له لوري د لښکرګاه ښار په بېلا بېلو سیمو کې د مالګې د پروسس او بسته بندۍ درې تولیدي شرکتونه د روغتیايي او حفظالصحې معیارونو د نه رعایت او قانوني سرغړونو له امله وتړل شول.
