د عامې روغتیا وزارت له SCI سره په جوزجان او فاریاب کې د ۶۷۶ زره ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړ
د عامې روغتیا وزارت له لوري په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د ماشومانو او میندو لپاره د روغتیايي او تغذیوي ژوند ژغورونکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Save the Children International-SCI مؤسسې سره د (۶۷۶۵۳۹) شپږ سوه شپږ اویا زره پنځه سوه نهه دېرش ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۴ روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو (۳۰۵۱۶) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۶۰) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د SCI مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
