د امیندوارۍ پر مهال منظمې روغتیايي معاینې مه هېروئ!
امیندواري د ښځې او ماشوم لپاره یوه مهمه دوره ده؛ منظمې روغتیايي معاینې د دې فرصت برابروي چې د مور او ماشوم روغتیا وڅارل شي او احتمالي ستونزې پر وخت تشخیص او مدیریت شي.
د امیندوارۍ پر مهال لاندې ټکو ته پاملرنه وکړئ:
- د روغتیايي کارکوونکي په مشوره منظم معاینات وکړئ.
- د روغتیايي کارکوونکي سپارښتنې په پام کې ونیسئ.
- د درملو او نورو روغتیايي محصولاتو له خپلسري استعمال څخه ډډه وکړئ.
- متوازن او مغذي خواړه وخورئ.
- که د امیندوارۍ پر مهال کومه غیر عادي نښه یا جدي ستونزه رامنځته شي، ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړئ.
د مور روغتیا؛ د ماشوم د سالم راتلونکي بنسټ دی!
د عامې روغتیا وزارت
د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست!