د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د (د 1405 مالي کال لپاره د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د اړتیا وړ د لایسنس سوفوز فایروال برابرول او تدارک) چې د (MOPH/1405/NCB/G-2485) ریفرينس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقود قانون، لنډ مهالي اجرایوي پړاوونه او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو نېټې څخه تر (دوشنبې) ورځې، چې (30/06/1405) هـ ش سره سمون لري، ترتیب او په یاده نېټه د سهار په (10:00) بجو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې، عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
يادونه: ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانيستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونه کې تر سره کېږي.
