د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی په رسمي سفر قطر هېواد ته روان شو
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی به په دې سفر کې د قطر هېواد له لوړ پوړو چارواکو د نړیوالو روغتیايي ادارو او د ځينو هېوادونو له استازو سره لیدنې ترسره کړي.
د یاد سفر موخه په هېواد کې د روغتیا په برخه کې د نړیوالو همکاري او د هېواد د روغتیايي خدمتونو معیاري کول دي.