د افغانستان ا.ا. د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې په مناسبت د عامې روغتیا وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت سپین بیرغونه په ویاړ او درنښت سره رپاند شول
د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د هېواد د خپلواکۍ د دغه سترې او ویاړلې ورځې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وویله او د افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت، اسلامي ارزښتونو، د هېوادوالو تر منځ د یووالي او د هېواد د تلپاتې ثبات او سوکالۍ لپاره یې د الله تعالی له درباره د خیر، برکت، سولې، امنیت او لا زیاتو بریاوو دعا وکړه.
د وزارت مسؤلینو همداراز، د اسلامي نظام د بقا، ټینګښت او لا پیاوړتیا په برخه کې خپله ژمنتیا بیا تازه کړه او څرګنده یې کړه چې د هېواد د روغتیايي نظام پیاوړتیا، د روغتیايي خدمتونو لا پراختیا او د هېوادوالو د روغتیا خونديتوب لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
