تېر کال د دشت برچي ۱۰۰ بستریز روغتون کې (۲۲۲) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي
د یادو عملیاتونو له ډلي (۱۳۸) ستر عملیاتونه او (۸۴) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۱۸۳۸) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۲۵۲۷۲) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.