د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون د غوږ، ستوني او پوزې څانګه!

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۵:۲۱
moph

د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون د غوږ، ستوني او پوزې څانګه د افغانستان د ماشومانو درملنې برخه کې له سترو ویاړونو څخه شمېرل کېږي؛ داسې ځای چې علم، تجربه او ژمنتیا یې د هېواد د ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره کارول کېږي.

دغه څانګه په افغانستان کې د برانکوسکوپي عملیاتو د ترسره کولو له مهمو مرکزونو څخه ده او د هېواد د روغتیايي خدمتونو په لوړولو کې یې تاریخي او بې ساری رول لوبولی دی. دا ارزښتناکه لاسته راوړنه نه یواځې یو طبي پرمختګ دی، بلکې د ماشومانو د تنفسي ناروغیو په تشخیص او درملنه کې د نوې لارې پیل هم بلل کېږي.

برانکوسکوپي، چې د تنفسي لارو د ناروغیو تشخیص او له دې لارو څخه د بهرنیو اجسامو د ایستلو له مهمو او حساسو طریقو څخه ده، په دې مرکز کې په لوړ مهارت او بشپړه دقت سره ترسره کېږي

ډېری هغه ماشومان چې د تنفسي لارو د بندېدو له جدي خطر سره مخ وو، د همدې تخصصي خدمتونو په برکت یې بېرته ژوند او موسکا موندلې ده.

د دې روغتون د غوږ، ستوني او پوزې څانګه نن یواځې د درملنې یو مرکز نه دی، بلکې د افغانستان په روغتیايي نظام کې د هیلې، پرمختګ او په ځان‌ باورۍ یو سمبول دی؛ داسې ځای چې هره بریا یې د یو ژوند ژغورنې کیسه او د هر ماشوم موسکا د یوه ژمن ټیم د صادقانه هڅو پایله ده.

موږ به لا هم پر همدې لاره کوټلی ګام اخلو؛ څو د پوهې او مهارتونو په لوړولو سره د هېواد ګرانو ماشومانو ته لا معیاري او پراخ خدمات وړاندې کړو. ځکه موږ باور لرو چې هر ماشوم د سالم ژوند او په خوندي ډول د ساه اخیستلو حق لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

به ارزش نزدیک به ۱۳۰ میلیون افغانی تجهیزات مهم و مدرن طبی برای شفاخانه ولایتی نیمروز خریداری شد

پس از ساخت و افتتاح شفاخانه جدید ولایتی نیمروز، محترم مولوی نور جلال جلالی وزیر صحت‌عامه، با تلاش‌های دوامدار و همکاری شیخ عبدالله بن آل ثانی، خییر عربستانی، یک تعداد تجهیزات طبی را به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

نشست « تقویت همکاری‌های اقتصادی و تجاری میان ا.ا. افغانستان و کشور ازبکستان» با حضور مقامات امارتی، مسوولان سکتور صحی و تجار دو کشور در کابل برگزار شد

در این نشست، دو طرف بر گسترش روابط اقتصادی، تسهیل تجارت دوجانبه و توسعه همکاری‌ها در بخش صنعت دوایی تأکید کرده و آن را گام مهمی در راستای خودکفایی، بهبود خدمات صحی و رُشد اقتصادی عنوان. . .

BACK TO NEWS