د عامې روغتیا وزارت او AYSO ترمنځ د ۴۹۲ زره ډالرو تړون د غور او بادغیس لپاره لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري د غور او بادغیس ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AYSO مؤسسې سره(۴۹۲،۳۲۸) د څلور سوه دوه نوي زره او درې سوه اته ویشت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:
دا تړون د څه باندې یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به يې د بنسټیزو (BHC) روغتيايي مرکزونو له لارې د غور او بادغیس ولايت اوسېدونکو ته د تغذیې اړوند روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.
همدارنګه، د يادې پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا (۴۹) تنو ته د کار زمينه هم برابره شي.
د عامې روغتیا وزارت مسؤلينو وويل، ياد تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د غور او بادغیس ولایت (۴۴۰۰۰۰) تنه اوسېدونکي د تغذيې اړوند خدماتو برخمن او ۴۹ تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.
بل لور، د AYSO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د څه باندې یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سم پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
د يادونې وړ ده، د عامې روغتيا وزارت ژمن دی چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو لا ښه والي او خلکو ته د اسانتياوو برابرولو په موخه له ملي او نړیوالو مؤسسو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
