د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس حافظ ډاکټر نعیمالله ایوبي، له خپل مل تخنیکي پلاوي سره ترکیې هېواد ته په رسمي سفر روان شو
د عامې روغتیا وزارت دا پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد د درملو ادارې اړوند مسؤولینو سره لیدنې ترسره او د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم اړوند به په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې تر سره کړي، همدارنګه د دې سفر په جریان کې به د ترکیې هېواد د درملو له تولیدي فابریکو څخه تخنیکي پلاوی لیدنه وکړي، دغه راز د دې سفر په جریان کې به هڅه وشي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د درملو د تولید او تورید برخه کې لا ښه همغږي رامنځته شي او په لنډ مهاله او اوږدمهاله توګه د هېواد اوسېدونکو ته د لوړ کیفیت او مناسب قیمت درمل برابر کړي.
