د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

موضوع: په FMIC، IAM او EMERGENCY روغتونونو کې د تخصص پروګرام لپاره د ټرېني ډاکټرانو جذب.

ټاکل شوې ده، چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د FMIC، IAM او EMERGENCY روغتونونو په تخصصي څانګو کې د خالي بستونو لپاره، اکمال تخصص پروګرام ته ټرېني ډاکټران جذب شي.

له همدې امله، هغه محترم ډاکټران چې د ازموینو ملي ادارې کې یې د اکمال تخصص پروګرام ازموینه په بریالیتوب سره ترسره کړي وي (لږ تر لږه ۵۰٪ نمبرې) او غواړي د یادو روغتونونو د تخصص پروګرام کې شامل شي؛ کولای شي د لاندې لینک له لارې نوم لیکنه وکړي.

د نوم لیکنې لینک:

https://script.google.com/macros/s/AKfycbwvH0MUWRpqOmuoGnWQmJYJfqKlhnMFDTq-qZWJbPp0bJebdLkPvU_u_mHjska2bdtA/exec

د نوم لیکنې پیل: ۳۰ / جدي / ۱۴۰۴ هـ ش

د نوم لیکنې پای: ۶ / دلو / ۱۴۰۴ هـ ش

یادونه: د هر بست لپاره د مرکې په موخه درې تنه نوماندان ټاکل کېږي او له مرکې وروسته به یو تن د لوړو نمبرو پر اساس بست ته معرفي کېږي؛ هغه نوماندان چې په مرکه کې بریالي شي او هم‌ مهاله د عامې روغتیا وزارت په روغتونونو کې هم بریالي اعلان شوي وي، د یادو روغتونونو بستونو ته تر معرفي کېدو وروسته به د عامې روغتیا وزارت روغتونونو ته د بیا معرفي کېدو حق ونه لري.

نوټ: له دې خبرتیا سره د هرې څانګې د بستونو شمېر هم ضمیمه شوی، ترڅو د نوم لیکنې پر مهال ورته پاملرنه وشي.

د اړتیا په صورت کې د اکمال تخصص لوی ریاست د معلوماتو له څانګې سره د دې شمېرې (0788209637) له لارې اړیکه ونیسئ او یا پیغام پرېږدئ.

 د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست

۳۰ / جدي / ۱۴۰۴ هـ ش

۱ / شعبان / ۱۴۴۷ هـ ق

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

اطلاعیه وزارت صحت عامه!

موضوع: در مورد عدم استفاده از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib)

براساس هشدار شماره دوم سال ۲۰۲۶ سازمان صحی جهان (WHO)، سه بیچ از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib) در کشورهای ایران، ترکیه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۲
Background image

اطلاعیه وزارت صحت عامه!

موضوع: در مورد عدم استفاده از برخی دواهای تزریقی کانتراست (Contrast)

براساس هشدار شماره اول سال ۲۰۲۶ سازمان صحی جهان (WHO)، برخی از بیچ‌های دواهای تزریقی کانتراست ACCUPAQUE (Iohexol)، . . .

Back to announcements