د عامې روغتیا وزیر په ننګرهار کې د پنځوس بستر سرطاني روغتون او یو شمېر نوو روغتیایي څانګو پرانیسته ترسره کړه
د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د سرطاني ناروغيو د درملنې پنځوس بستريز روغتون، د جدي مراقبت نوي جوړ شوي لس بستره واحد او په بي بي فاطمة الزهرا ولايتي روغتون کې د OPD نوې جوړې شوې ودانۍ پرانسته تر سره کړه:
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزیز الله مصطفی، د عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شريف، د علماو شورا رئیس شیخ حضرت جان حنفي او یو شمېر نورو مسؤلينو شتون درلود، د عامې روغتیا وزیر د خپلې وینا پر مهال وویل: (د روغتیا برخې د خدماتو د کیفیت ښه والي او پراخوالي لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي او په نږدې راتلونکي کې به د ډېرو لویو لاسته راوړنو او پرانیستو شاهدان یو) دغه راز، ښاغلي وزیر په خپله وینا کې د روغتیایي کارکوونکو د معاشونو زیاتوالي، د لازمو طبي وسایلو برابرولو او د روزنیزو پروګرامونو جوړولو ډاډ هم څرګند کړ؛ ترڅو شته ستونزې حل او خلکو ته پر وخت، معیاري او باکیفیته روغتيايي خدمات وړاندې شي.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار سیمه ییز روغتون د ICU څانګې د بسترونو شمېر له لسو څخه شلو ته لوړ شو، چې په دې سره به د بېړنیو او جدي ناروغانو د بستر او درملنې ظرفیت پیاوړی او د عاجلو خدماتو په وړاندې کولو کې به ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د غونډې پر مهال د ننګرهار مسؤلینو او روغتیایي کارکوونکو له پیل شویو خدماتو خوښي څرګنده کړه او د عامې روغتیا وزارت صادقانه هڅې یې وستایلې، همدارنګه نوموړو خپلې اړونده غوښتنې د عامې روغتیا له وزیر سره شریکې کړې، چې ښاغلي وزیر په ټولو برخو کې د بشپړې همکارۍ او هڅو ډاډ ورکړ.
