د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د کفیټریا او پایواز خونو جوړولو پروژې د داوطلبۍ اعلان
Publish Date
Closing Date
ریفرینس نمبر: (MOPH/PPP/DBOT/1404/003)
د پروژې د اعلان نېټه: ۲۵/۸/۱۴۰۴
د پروژې په هکله لنډ معلومات:
د افغانستان اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت په شرایطو برابر ټولو لیواله شرکتونو/ کنسرشیوم ته بلنه ورکوي، چې د کابل ښار شپږمه ناحیه محمد علي جناح روغتون کې په ۳۲۵ متر مربع ځمکه باندې حد اکثر دریو پوړونو کې د کفیټریا او پایواز خونو جوړولو پروژه، چې د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) له لارې د (Design Build Operate Transfer DBOT) (ډیزاین، جوړونه، تطبیقول او لېږد) موډل په اساس تطبیق کیږي داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
لیواله شرکتونو/ کنسرشیوم د اړونده پروژې شرط پاڼه په حضوري ډول د عامې روغتیا وزارت عامه او خصوصي مشارکت ریاست څخه ترلاسه کړې.
د اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر ۱۶/۹/۱۴۰۴ نېټې پورې چې د ه ق کال ۱۶/۶/۱۴۴۷ نېټې سره سمون لري، شرکتونه د شرطپاڼې په اساس د کفیټریا او پایواز خونو پروژې لپاره طرحه ترتیب، او د ۱۷/۹/۱۴۰۴نېټه دوشنبې ورځ سهار لس بجې د عامې روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت ریاست کې د داوطلبۍ مجلس ته وړاندې کړي.
د معلوماتو لپاره په لاندې بریښنالیک او ټیلیفون شمېرو اړیکه ونیسئ
ادرس: د عامې روغتیا وزارت څلور لارې وزیر محمداکبرخان، کابل، افغانستان
د اړیکې شمېره: 0202302539
برېښنالیک: / ppphealth.mpph@gmail.com ppp_health@moph.gov.af
