د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت د لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې (د اندراګاندي ماشومانو درملنې انسټیټیوټ اړوند د تلاسیمیا او تشخیصیه وارډ بیارغونې پروژه) چې د تړون شمېره یې(MOPH/1404/NCB/W-2133) ده. د (بلخ تخار زرغون ودانیز شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (94655) ګڼې جواز لرونکی او اصلي پته یې (نوې کارته شاه شهید، مرکز کابل) کې دی.
د تړون لومړنۍ بیه یې (1,420,000) یو میلیون او څلور سوه او شل زره افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
