د غضنفر طبي ژورنال اتمې ګڼې لپاره د مقالې د منلو اعلان !

rasooli_admin
MOPh

معرفی ژورنال طبی:                                     

د غضنفر طبي ژورنال پېژندنه:

د غضنفر طبي ژورنال (Ghazanfar Medical Journal) په ۲۰۱۶ میلادي کال د روغتیا د برخې متخصصینو له‌ لوري د افغانستان د عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ د کلینیکي مطالعاتو او عامې روغتیا د تحقیقاتو (څېړنو) ریاست تر چتر لاندې په ملي کچه پيل شو.

دغه ژورنال د ۲۰۱۶میلادي کال څخه تر ۲۰۲۵ میلادي کاله پورې د روغتیا په برخه کې ګڼ شمېر علمي او څېړنیزې مقالې خپرې کړي دي او توانېدلی چې د څېړونکو ترمنځ یو اعتبار لرونکی ځای خپل کړي.

د غضنفر طبي ژورنال موخه ده، چې داسې علمي- څېړنیزې مقالې خپرې کړي، چې د څېړنو د کچې لوړولو، علمي او ښوونیزو څېړنو دودولو، د څېړونکو او علمي- څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او د نویو علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو د کارولو له لارې د روغتیا برخې د غړو علمي کچه لوړه کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ د کلینیکي مطالعاتو او عامې روغتیا د تحقیقاتو (څېړنو) ریاست د غضنفر طبي ژورنال اوومه ګڼه خپروي، چې په کې به د روغتیا له بېلابېلو موضوعاتو سره تړلي مطالب ځای پر ځای شوي وي.

له همدې امله له ټولو اړوندو ادارو، د عامې روغتیا وزارت اړوندو برخو، په روغتیايي سکټور کې له ملي او نړیوالو بنسټونو څخه چې په افغانستان کې یې څېړنیزې مطالعې یا سروې ګانې ترسره کړې وي او غواړي چې خپرې یې کړي؛ هیله کېږي چې خپل علمي او څېړنیز مطالب د یاد ژورنال د خپرېدو لپاره لاندې برېښنالیک ته راولېږي:

 📧 gmj@moph.gov.af

د مقالې د منل کېدو شرایط:

  • د مقالې منځپانګه باید د ژورنال له اهدافو سره اړخ ولري.
  • مقاله باید علمي او څېړنیزه بڼه ولري.
  • مقاله باید له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ کلمو پورې وي.
  • مقاله باید مخکې په هېڅ داخلي یا خارجي خپرونه کې نه وي خپره شوې او هم‌ مهاله نورو مجلو ته نه وي لېږل شوې.
  • مقاله باید په انګلیسي (د امریکایي سټایل مطابق) یا په ملي ژبو (پښتو/دري) لیکل شوې وي.
  • مقاله باید د باوري مآخذونو لرونکې وي.
  • د مقالې موضوع باید روغتیايي ستونزو ته په پاملرنه د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو سره سمه د روغتیايي کارکوونکو د پوهاوي لوړولو لپاره اغېزمنه وي.

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۲۹
Background image

اطلاعیه کمپ های سیار صحی، مراقبت های چشم وزارت صحت‌عامه!

قرار است تیم سیار صحی چشم وزارت صحت‌عامه، از تاریخ  ۱۷/ ۸ / ۱۴۰۴ تا تاریخ ۲۹/ ۸ / ۱۴۰۴، با حمایت مالی موسسه هیلت نت ( HNI ) به ولایت غور سفر نموده و خدمات صحی چشم را برای نیازمندان . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی اکمال تخصص !

اشتراک‌کننده گان امتحان بست‌های ترينری تخصص وزارت صحت‌عامه، که به روز شنبه (۱۰ عقرب) در پوهنتون کابل امتحان خود را سپری نمودند، اگر در رابطه به امتحان متذکره شکایتی دارند، می‌توانند الی . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۴۲
Background image

اطلاعیه کمپ های سیار صحی، مراقبت های چشم وزارت صحت‌عامه!

قرار است تیم سیار صحی چشم وزارت صحت‌عامه، از تاریخ  ۱۰/ ۸ / ۱۴۰۴ تا تاریخ ۲۲/ ۸ / ۱۴۰۴، به ولایت بغلان سفر نموده و خدمات صحی چشم را برای نیازمندان ارایه نماید که این خدمات صحی شامل:

  . . .

Back to announcements