د عامې روغتیا وزارت د سترګو ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د راټیټولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه بې وزله خلکو ته په وړیا توګه د سترګو برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت د پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي.

په همدې اساس دغه اداره غواړي، چې د ۳۱/۰۳ / ۱۴۰۴نېټې څخه تر ۱۲/ ۰۴/ ۱۴۰۴ نېټې پورې خپل ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې په اړینو طبي وسایلو او درملو سمبال دي، فاریاب ولایت ته واستوي؛ ترڅو لاندې روغتیايي خدمات ترسره کړي.

•          ۲۰۰ تنو ته د سترګو د کترکت پردې عملیاتونه ترسره کول

•          ۴۵۰ عدده د نږدې لید عینکو ویش

•          د ځینو سراپا ناروغانو، چې شمېر یې له ۳۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ تنو رسېږي درملنه او د درملو په برخه کې ورته اړینې لارښوونې ترسره کول.

نو له همدې امله هغه هېوادوال چې په فاریاب ولایت کې ژوند کوي او د سترګو په روغتیايي ستونزو اخته دي خبر ورکول کېږي، چې په ذکر شوې نېټې مراجعه وکړي؛ ترڅو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري ورته په وړیا توګه روغتیايي خدمات وړاندې او درملنه یې وشي.

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۲۲
Background image

اعلان کاریابی!

وزارت صحت عامه ۳۴ بست مسلکی را به اعلان سپرده است.

افراد واجد شرایط می‌توانند از تاریخ ۷ الی ۱۷ ماه عقرب سال ۱۴۰۵، درخواست‌های خود را همراه با اسناد مورد نیاز، به انستیتوت علوم صحی . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۸:۵۴
Background image

اطلاعیه!

موضوع: اعزام تیم سیار مراقبت های صحی چشم وزارت صحت‌عامه به ریاست صحت‌عامه ولایت فراه:

به اطلاع آنعده از هموطنان ما که در ولایت فراه زنده گی می‌کنند رسانیده می شود که تیم سیار مراقبت . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۶:۹
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی اکمال تخصص!

  امتحان عملی متفرقه جامع (Comprehensive)!

قرار است امتحان عملی متفرقه جامع (Comprehensive) آنعده دوکتوران محترم فارغ برنامه اکمال تخصص، که در بخش تحریری موفق گردیده اند در برج عقرب . . .

Back to announcements