ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د کوچني اختر په مناسبت کابل کې روغتیايي مرکزونه وکتل او ناروغانو سره یې مالي مرسته تر سره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۰:۹
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د کوچني اختر په مناسبت د یو شمېر مرکزي رییسانو په ملتیا په کابل کې د صدري ابن سینا، افغان اندونیزیا او احمد شاه بابا مېنې له روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، له روغتیايي کارکوونکو سره د لیدنې ترڅنګ د بستر ناروغانو احوال واخیست او د ناروغانو سره یې یو اندازه مالي مرسته هم وکړه.

ښاغلي مرستیال، د یادو روغتونونو بېلا بېلې څانګې له نږدې ولیدې، د روغتیايي کارکوونکو هڅې یې وستایلې او هغوی ته یې سپارښتنې وکړې، چې د اختر په شپو ورځو کې ناروغانو ته غوره خدمات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د روغتیا وزارت رهبرۍ په ځانګړي هدایت په مرکز او ټولو ولایتونو کې د اختر په شپو ورځو کې د روغتیايي مرکزونو فعال ساتلو هدایت شوی؛ ترڅو ناروغ هېوادوال ستونزو ته رسېدنه ترسره او له روغتیايي خدماتو برخمن وي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

برنامه آگاهی‌دهی و جلوگیری از مواد مخدر برای دانش آموزان دارالعلوم افغان برگزار شد

این برنامه از سوی تیم آگاهی‌دهی شفاخانه ۱۰۰ بستر تداوی معتادین «آغوش» مربوط به وزارت صحت عامه، برگزار شد. در این برنامه، برای اشتراک‌کننده‌گان در مورد اهمیت آگاهی‌دهی در برابر مواد مخدر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۴
Background image

از فروشگاه‌های مواد غذایی در ولایت ارزگان نظارت صورت گرفت

مسوولان نظارت و بررسی ریاست صحت عامه ولایت ارزگان، از فروشگاه‌های مواد غذایی در مرکز ترینکوت این ولایت نظارت نمودند.

در نتیجه این نظارت، ۳۵ قلم مواد غذایی تاریخ‌گذشته و بی‌کیفیت، با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

هشت قلم تجهیزات طبی به ریاست صحت عامه ولایت کنر تسلیم داده شد

با همکاری تاجران افغان در کشور ازبکستان و سفارت افغانستان، هشت قلم تجهیزات طبی به ریاست صحت عامه ولایت کنر کمک شد.

این هشت قلم تجهیزات طبی که به ارزش مجموعی ۳۴ هزار دالر امریکایی می. . .

BACK TO NEWS