د بغلان عامې روغتیا ریاست څارنې او پلټنې امریت له لوري په مرکز پلخمري کې له خصوصي سکټور څخه نظارت تر سره شو
 
              د بغلان عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقهار احمدي په لارښوونه، د یاد ولایت پلخمري ښار کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت تر سره شو.
په دغه نظارت کې د روغتیایې مرکزونو مسؤلینو ته د ښه خدمت کولو په موخه اړینې سپارښتنې وشوې، ترڅو د روغتیا په برخه کې ښه خدمتونه وړاندې کړي.
د یاد نظارت پایله کې ۴ کتنځایونه د جواز نه درلودلو له امله وتړل شوې.
