د روغتونونو درجه بندي د لویدیځ زون په ولایتونو کې

د عامې روغتیا وزارت د اعتبار ورکولو ملي ادارې د لویدیځ زون ځانګړي ټیم له لوري په تېرو ۱۷ ورځو کې د روغتونونو د درجه بندۍ په موخه تر دې دمه د لویدیځ زون په هرات ولایت کې له ۱۶ روغتونونو څخه لیدنه ترسره او د یادو روغتونونو مسؤلینو ته یې د دغه پروسې په اړه د بشپړ معلوماتو وړاندې کېدو سربېره د عامې روغتیا وزارت د ځانګړي چکلېست له مخې د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.