د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست د ډېټابېس سیستم جوړ او پرانیستل شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۲:۴۰
moph

 

یاد سیستم د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند، د ډېټابېس آمریت او د روغتیا نړیوال سازمان په تخنیکي همکارۍ د شپږو میاشتو په موده کې جوړ او د ابن سینا بېړني تخصصي روغتون کې پرانیستل شو.

په دې ډېټابېس سیستم کې به د ټریني ډاکټرانو، ټرینر متخصصینو، شف ټریننګ او شف ډیپارټمنټ پوښتنو ته په عملي او نظري توګه ځواب ورکول کېږي. سربېره پر دې یاد ډېټابېس د اکمال تخصص لوی ریاست او ټریني ډاکترانو تر منځ د اړیکو ټینګولو غوره وسیله ده، چې د درسي کرېکولم او تقویتي پروګرامونو په پلي کولو سره د ډاکټرانو د پوهي د کچې په لوړولو کې مهم رول درلودلای شي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد ډېټابېس څخه د ګټې اخیستلو په برخه کې د ابن سینا بېړني روغتون ټولو ډاکترانو ته په عملي او نظري توګه د روزنې ورکولو سربېره هر کس ته User جوړ او د اکمال تخصص لوي ریاست مسؤلینو او د روغتیا نړیوال سازمان تخنیکي استازو په شتون کې یې له نوموړي ډېټابېس څخه عملاً ګټه واخیسته.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

۲۹ قلم ادویه به ریاست صحت عامهٔ ننگرهار تسلیم داده شد

این ادویه از سوی اداره بین‌المللی یونیسف برای ربع دوم سال میلادی جاری، به‌منظور ارایه خدمات صحی در شفاخانه تخصصی حوزه‌ای ننگرهار و شفاخانه‌های ولسوالی‌ها، به مسوولان ریاست صحت عامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

تقویت توانمندی کارمندان صحی در بخش کنترول امراض ساری در کابل

یک برنامه آموزشی سه‌روزه به‌منظور ارتقاء ظرفیت کارمندان صحی در نقاط خط فرضی تورخم و بندر اسلام‌قلعه‌ که هدف آن آموزش، افزایش توانمندی‌های مسلکی کارمندان در بخش‌های نظارت، پیشگیری و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۵
Background image

از سکتور خصوصی صحی و فروشگاه‌های مواد خوراکی در ولایت بلخ نظارت صورت گرفت

این نظارت از سوی مسوولان نظارت و بررسی ریاست صحت عامه در نواحی مختلف این ولایت، که در جریان یک سال گذشته، از ۹۷۱ دواخانه، ۱۳۳ باب لابراتوار، ۲۴۸ باب عمده‌فروشی ادویه، ۲۱ باب مرکز. . .

BACK TO NEWS