د عامي روغتیا د مالی او اداري چارو مرستیال ښاغلی مولوي محمد اسحاق صاحبزاده  د UNFPA   اداري د اسیا حوزي لپاره مسٔوول پیو سمیت او په افغانستان کی د یادي اداري نوي راتلونکي مسٔوول کوابینا استني سره لیدنه ترسره کره.    

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۹:۳۷
ښاغلی مولوي محمد اسحاق صاحبزاده

د عامي روغتیا د مالی او اداري چارو مرستیال ښاغلی مولوي محمد اسحاق صاحبزاده  د UNFPA   اداري د اسیا حوزي لپاره مسٔوول پیو سمیت او په افغانستان کی د یادي اداري نوي راتلونکي مسٔوول کوابینا استني سره لیدنه ترسره کره.    

په دې ليدنه کې د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري چارو مرستيال

ښاغلي صاحبزاده د يادې ادارې د روغتيا په برخه کې د کارونو او فعاليتونو په اړه له اړوندې ادارې مننه وکړه او د نويو روغتيايي ځالو د ارتقاء او کارکوونکو د زياتوالي په اړه بحث او خبرې تر سره کړې.

ښاغلي صاحبزاده زياته کړه، دا چې په ټول هېواد کې مو لله الحمد امن دی، هره نړيواله اداره چې د روغتيا په برخه کې کار کوي مونږ ورته د کار زمينه برابرو؛ تر څو د هېوادوالو لپاره مو معياري روغتيايي خدمات وړاندې شي او د هغه سيمو خلک له روغتيايي خدمتونو برخمن شي، چې په تېرو شلو کالو کې ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

د ناستې په پای کې د UNFPA ادارې د اسيا حوزې مسؤول د عامې روغتیا وزارت له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او د روغتیا په برخه کې د لا زياتې همکارۍ او همغږۍ اړوند ژمنتیا څرګنده کړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۵
Background image

پروسه آفرگشایی ساخت شفاخانه ۳۰ بستر در ولسوالی بگرامی ولایت کابل برگزار شد

این پروسه با حضور مسوولان پروسه آفر گشایی وزارت صحت عامه و نماینده گان ۷ شرکت ساختمانی برگزار گردید.

مسوولان پروسه آفرگشایی وزارت صحت‌عامه، در نشستی که به این مناسبت برگزار شد، گفتند:. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۱
Background image

برگزاری نشست مشترک در مورد دیجیتالی‌سازی سیستم‌های اداری شفاخانه‌ها

داکتر وحدت الکوزی رئیس عمومی طب معالجوی وزارت صحت‌عامه به خاطر دیجیتال‌سازی سیستم‌های اداری شفاخانه‌ها و مرکز این وزارت، نشست مشترکی را با مسوولان وزارت‌های مالیه، تحصیلات عالی و. . .

BACK TO NEWS