د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین بلخ ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د انتاني ناروغیو ۵۰ بستریز روغتون، پایواز خونې او هېمودیالېز څانګې پرانیسته ترسره کړه

akbari_admin
جمعه ۱۴۰۲/۴/۲ - ۹:۲
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین بلخ ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د انتاني ناروغیو ۵۰ بستریز روغتون، پایواز خونې او هېمودیالېز څانګې پرانیسته ترسره کړه.

په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د بلخ والي، حاجي محمد یوسف وفا د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسئولینو د روغتیا نړیوال سازمان استازي او روغتیايي مسئولینو ګډون کړی و.

دغه روغتون چې پر مجهزو او عصري وسایلو سمبال دی د انتاني ناروغانو لپاره جلا مجهزې او عصري خونې، پرمختللي تشخیصیه وسایل؛ لابراتورا، PCR معاینات، ډیجیټل اکسرې، الټراسونډ، ایکو او نورې مجهزې برخې لري، چې نږدې ۷۲ تنه روغتیايي پرسونل د ناروغانو د درملنې لپاره په دې روغتون کې پر دندو ګمارل شوی.

د دې روغتون د تعمیر پر جوړېدو او تجهیز نېږدې پنځه لکه او پنځوس زره (۵۵۰۰۰۰) ډالر لګښت ترسره شوی چې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۵
Background image

پروسه آفرگشایی ساخت شفاخانه ۳۰ بستر در ولسوالی بگرامی ولایت کابل برگزار شد

این پروسه با حضور مسوولان پروسه آفر گشایی وزارت صحت عامه و نماینده گان ۷ شرکت ساختمانی برگزار گردید.

مسوولان پروسه آفرگشایی وزارت صحت‌عامه، در نشستی که به این مناسبت برگزار شد، گفتند:. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۱
Background image

برگزاری نشست مشترک در مورد دیجیتالی‌سازی سیستم‌های اداری شفاخانه‌ها

داکتر وحدت الکوزی رئیس عمومی طب معالجوی وزارت صحت‌عامه به خاطر دیجیتال‌سازی سیستم‌های اداری شفاخانه‌ها و مرکز این وزارت، نشست مشترکی را با مسوولان وزارت‌های مالیه، تحصیلات عالی و. . .

BACK TO NEWS