د فراه ولایتي روغتون له ۱۲۰ بسترونو څخه ۲۰۰ بسترونو ته ارتقاء ورکړل شوه

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۷ - ۱۰:۶
د فراه ولایتي روغتون له ۱۲۰ بسترونو څخه ۲۰۰ بسترونو ته ارتقاء ورکړل شوه

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل هئیت فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فراه ولایتې روغتون ته له ۱۲۰ بسترونو څخه ۲۰۰ بسترونو ته ارتقاء ورکړل شوه او هم په دې روغتون کې د هېمودیالېز څانګه پرانیستل شوه.

مالي او اداري معین ددې روغتون د بسترونو ارتقاء او د هېمودیالېز څانګې پرانیسته د فراه ولایت د ولسونو اړتیا وګڼله او ویې ویل، فراه ولایت ته زموږ د سفر موخه په دې ولایت کې له روغتیايي خدماتو او روغتیايي مراکزو لیدنه، د ولسونو ستونزې له نېږدي اورېدل او ورته د حل لارې پیدا کول دي.

د عامې روغتیا وزارت ژمن دی؛ څو د هېواد په ټولو سپینو ساحو کې چې د روغتیايي مراکزو د جوړېدو اړتیا وي روغتیايي مراکز جوړ او ولسونو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۵
Background image

پروسه آفرگشایی ساخت شفاخانه ۳۰ بستر در ولسوالی بگرامی ولایت کابل برگزار شد

این پروسه با حضور مسوولان پروسه آفر گشایی وزارت صحت عامه و نماینده گان ۷ شرکت ساختمانی برگزار گردید.

مسوولان پروسه آفرگشایی وزارت صحت‌عامه، در نشستی که به این مناسبت برگزار شد، گفتند:. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۱
Background image

برگزاری نشست مشترک در مورد دیجیتالی‌سازی سیستم‌های اداری شفاخانه‌ها

داکتر وحدت الکوزی رئیس عمومی طب معالجوی وزارت صحت‌عامه به خاطر دیجیتال‌سازی سیستم‌های اداری شفاخانه‌ها و مرکز این وزارت، نشست مشترکی را با مسوولان وزارت‌های مالیه، تحصیلات عالی و. . .

BACK TO NEWS