د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي او ورسره مل پلاوي د منډحصار، سپین بولدک او تخته پُل ولسوالیو له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۹:۳۵
د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي او ورسره مل پلاوي د منډحصار، سپین بولدک او تخته پُل ولسوالیو له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین، ډاکټر محمد حسن غیاثي د تقنین او ستراتېژۍ رئیس ډاکټر عبدالستار صحت د کندهار د عامې روغتیا رئیس ملا بسم الله باوري او ورسره مل پلاوي د منډحصار کلینیک، د تخته پُل بشپړ روغتیایي مرکز او سپین بولدک ولسوالۍ روغتون خدماتو څخه له نېږدې لیدنه وکړه او د یادو روغتیايي مراکزو روغتیايي کارکوونکو خدمات یې وستایل.

ښاغلي معین همدارنګه ډاډ ورکړ چې د سپین بولدک ولسوالۍ روغتون ته د مراجعینو د زیاتوالي له امله به ډېر ژر دغه روغتون له ۲۵ بسترونو څخه ۵۰ بسترونو ته ارتقاء ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي معین د یادو روغتیايي مراکزو مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۲۱
Background image

دیدار رئیس صحت‌عامه بلخ با وزیر صحت ازبکستان برای تقویت همکاری‌های صحی

رحمت‌الله منصور رئیس صحت‌عامه ولایت بلخ، با محترم اصیل‌بیک خدایاروف وزیر صحت‌عامه کشور ازبکستان و هیآت همراهش، به‌منظور تقویت همکاری‌های صحی نشستی را در دفتر کارش برگزار کرد.

در این. . .

BACK TO NEWS