د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په ننګرهار ولایت کې د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه ځانګړې کمېټه وټاکله.
د دې کمېټې د ټاکلو موخه د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونه، د خپرېدو مخنیوی او د پېښو څېړل، په دې برخه کې د اړینو اقداماتو ترسره کول او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ده.
د عامې روغتیا وزیر د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره خپلې هڅې چټکې کړي، د ناروغۍ د پېښو د څارنې او تشخیص بهیر پیاوړی او د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړي.
همدارنګه ښاغلي وزير زياته کړه، د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په موخه دې د اړوندو ادارو په همکارۍ خلکو ته د ډینګي ناروغۍ د لاملونو، نښو او د مخنیوي لارو چارو په اړه اړین معلومات وړاندې شي.
