د کونړ ولایتي روغتون د هیموډیالیز څانګې سره د جلاله خیریه بنسټ له لوري د ۱۳۷ زره افغانیو په ارزښت د طبي مصرفي توکي مرسته وشوه
یاد طبي توکي د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په شتون کې د هیموډیالیز څانګې مسؤلینو ته وسپارل شول. دغه مرسته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ملاتړ او د ډایالیز ناروغانو لپاره د اړینو طبي توکو د برابرولو په موخه ترسره شوې ده.
