د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ عمومي روغتون GH(New CHC) د جوړولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1405/NCB/W-2887) ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرط پاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرط پاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه (وړاندېزونه)، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر یکشنبې ورځې، چې له 04/06/1448 هـ ق – 24/08/1405 هـ ش نېټې سره سمون لري، د سهار 9:30 بجې چمتو او د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست اړوند د آفر پرانستې خونې ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې، وزیر محمد اکبر خان مېنه کې موقعیت لري وسپاري.
ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانیستلو غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونه کې ترسره کېږي.
