د روان کال په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت په عاجل ابنسینا تخصصي او ثالثي روغتون کې ۱۵۵۷ لوی او واړه جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي
د یادو عملیاتو له ډلې څخه ۴۰۴ لوی او ۱۱۵۳ واړه جراحي عملیات دي، چې د افغان متخصصو او مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي. همدارنګه، په دغه روغتون کې ۳۴ زره او ۸۹۱ ناروغانو ته سرپا (OPD) او ۲ زره او ۵۰۱ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمتونه وړاندې شوي دي.