د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
ریفرینس شمېره: MOPH/ATNHC/NCB/1405/G04
د عقودو د قانون او د دې وزارت د تدارکاتو د ګړندیو کړنلارو د احکامو پر بنسټ، په دې توګه ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د اتاترک د ماشومانو درملنې روغتون غواړي د ۱۴۰۵ کال لپاره د اړتیا وړ ۴۵ ډوله لابراتواري او د وینې بانک ریجنټونو (کیمیاوي موادو) د تدارک تړون د پایتخت هندوکش سوداګریزو او لوژستیکي خدماتو شرکت ته — چې د ۷۳۹۹۲ ګڼې جواز لرونکی دی او د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د پروان هوټل، عدالت سوداګریز مرکز کې موقعیت لري، — د ۱۰۱۶۷۲۰ (یو میلیون شپاړس زره اووه سوه شل) افغانیو په ټولیزه بیه ورکړي.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځه کاري ورځو پورې د اتاترک د ماشومانو درملنې روغتون ریاست د قراردادونو مدیریت، دوهم پوړ، بلاک C ته چې د کابل طبي پوهنتون شاته، موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
