۴۵ قلمه درمل او روغتیايي محصولات او ۶ بهرني درمل جوړونکي شرکتونه د سنبلې میاشتې په ترڅ کې ثبت شوي دي
د عامې روغتیا وزارت د وارداتي درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت کمېټې د سنبلې میاشتې په ترڅ کې ۴۵ قلمه درمل او روغتیايي محصولات ثبت کړي، چې له ډلې یې ۳۲ قلمه د G کوډ او ۱۳ قلمه د N کوډ لرونکي دي.
همدارنګه، ۶ بهرني درمل جوړونکي شرکتونه هم ثبت شوي دي.
د دې ترڅنګ په بنګلهدېش کې د ۱۵ او په ازبکستان کې د ۱۱ تفتیش شویو شرکتونو په اړه وروستۍ پرېکړه هم شوې ده.
یاد اقدامات د درملو او روغتیايي محصولاتو د ثبت بهیر د لا ښه تنظیم، د کیفیت د ارزونې او معیاري درملو او روغتیايي محصولاتو ته د لاسرسي برابرولو په موخه ترسره شوي دي.
