د عامې روغتیا وزارت د تېر یو کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۲۰
moph

د څارنې او پلټنې برخه:

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د مرکز ۴۰ خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه بندۍ او د ۲۱۷۸ امارتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو ارزونه ترسره شوې ده.

همدارنګه، د درملو، روغتیايي محصولاتو او خوړو د کیفیت او قانوني کنټرول په موخه له ۵ زرو څخه زیات قلمه درمل ارزول شوي او له ۷۳۷۲ درملتونونو، ۸۱۱ وارداتي شرکتونو، ۷۴۳ عمده‌پلورنځیو، ۳۹۰ تولیدي فابریکو او ۳۳۸۰ خوراکي تأسیساتو څخه څارنه ترسره شوې ده.